افغانستان او د پرمختګ کنده


ليکوال: عتیق الله حیات


په‌ نړۍ کې غربت په چټکۍ سره راټیټیږي مګر د افغانستان په ګډون په پنځوس‌ نورو هیوادونو کې خلک له یوې غمیزې او شدید غربت سره مخ دي، چې ورځ تر بلې مخ په ډیریدو ده. ولې دا هیوادونه پرمختګ نه کوي، او په اړه یې څه کولی شي؟ دری د خطر ‘دامونه’ شتون لريچې د غربت ځپل شوي هیوادونو د ښه والي مخه نیسي.


د شخړې دام - ۷۳٪ بېوزله هیوادونو په داخلي جګړه کې دي یا په وروستیو کې له یوې څخه تیر شوي دي. داخلي جګړې عاید کموي اوکم عاید د جګړې خطر زیاتوي. ټيټ عايد د بې وزلۍ, ضعیف اقتصادي او سیاسي پرمختګ، او د نا امیدۍ په معنا دی. کله چې اقتصادکمزوری وي، دولت کمزوری وي، او بغاوت اسانه وي.


د طبیعي سرچینو دام - په غیر شعوري توګه، د قیمتي طبیعي زیرمو موندنه هم د بېوزله هیوادونو پر مختګ ته‌ یو دام جوړوي. بې وزله هیوادونه اکثرا د مختلفو منابعو څخه پوره وي. داسې انګیرل کیږي چې افغانستان هم د لوړ ارزښت لیتیم په سر ناست دی. کله چې طبیعي شتمني ډیره وي، سیاسي مشران د پیسو صندوق اختلاس کوي، په لویو، بې ګټو پروژو کې یې مصرفوي، او د قراردادونو له لارېرایې یا نفوز اخلي. فاسد به انتخابات او ځواک تر لاسه کوي. دا ډول شتمني د مالیاتو اړتیا کموي او عام تفتیش له منځه وړي.


له بدو ګاونډیانو سره د ژوند دام - هغه هیوادونه چې ګاونډیان یې د ودې فرصتونه نه لري یا یې نه اخلي، اقتصادي وده یې سسته وي, ځکه چې دوی د ګاونډي د پرمختګ له اغیزو څخه ګټه نشي اخیستلای. ولې فکر کوې چې سویس بډایه او افغانستان غریب دی؟ د خپلوګاونډیانو په اړه فکر وکړئ!


د بېوزله هیوادونو ستونزې جدي دي، مګر د حل لاره لري او وړ یي دي. په ځانګړي توګه که چیرې یو هیواد پدې وروستیو کې له جګړې څخه راوتلی وي, لکه افغانستان. بدلون باید له دننه څخه راشي، مګر بهرنيان کولی شي د بدلون په لور ګامونو واخلي او د ټول شموله پالیسۍ وسایل وکاروي. افغانستان د خپل مرکزي حکومت سره د پراخې ودې لپاره چمتو دی، مګر یوازې هغه وخت چې په دې حساسشیبه کې مناسبې پریکړې وکړي.

  • 06 كب 1401